IQNA

د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د جنازې دستورې  به د ایران په درو ښارونو کې ترسره شي

17:01 - June 03, 2026
د خبر لمبر: 3492866
ایکنا ـ د تهران ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ویلي چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د جنازې مراسم به په تهران، قم او مشهد ښارونو کې ترسره کېږي، او په پلازمېنې تهران  کې له  ۱۵ تر ۲۰ میلیونو کسانو د ګډون لپاره چمتووالی نیول کېږي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د تهران ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال محمد امین توکلي‌زاده  پرون په یولړ څرګندونو کې وویل: د شهید امام خامنه اي  د وصیت او د هغه د نږدې کسانو د سپارښتنو له مخې به  د هغه  بزرګوار پاک مړی  په مشهد مقدس کې  د حضرت امام رضا (ع) په سپيڅلي حرم کې خاورو ته وسپارل شي.

هغه د شهید رهبر  د جنازې لپاره د درې ورځني بدرګې او ۲۴ ساعته   مراسمو خبر ورکړ او وې ویل: د مراسمو د ترسره کېدو ځای لا تر اوسه نهائي  شوی نه دی او د  تهران  ستره عیدګاه یا مصلی» او «د امام خمیني (رح) سپېڅلي حرم  تر مینځ به یو ځای وټاکل شي.

د تهران ښاروالۍ فرهنګي او ټولنیز مرستیال همدارنګه وویل چې ښائي دغه مراسم د ذوالحجې میاشتې په پاي او د محرم میاشتې په پیل کې ترسره شي.

هغه زیاته کړه: اټکل کېږي چې په تهران کې د جنازې دستورې لږ تر لږه ۲۴ ساعته دوام وکړي، له د ې وروسته به سپېڅلی  جنازه  د ورته مراسمو لپاره قم او بیا په پاي کې مشهد مقدس ته ولېږدول شي.

نوموړي وویل: د مشهد د جغرافیائي موقعیت له امله اټکل کېږي چې دغه ښار به د بهرنیو زیارت‌کوونکو د لویو کاروانونو کوربه وي، په تیره بیا  له پاکستان، افغانستان، هند، بنګله‌دېش او کشمیر سیمې څخه. په همدې موخه د آستان قدس رضوي ادارې او د خراسان رضوي ولایت سپاه  پا سدارانو ځانګړي تدابیر غوره کړي  دي.

هغه په پای کې وویل: د شهید رهبر جنازه به یو بې‌ساری او ځانګړی تشییع وي؛ ځکه مونږ د نړۍ د استکبار ضد مبارزې د تر ټولو ستر رهبر  او دینی مرجع جنازه ترسره کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4355868

captcha